IQNA

حسینی اربعین د نړۍ تر ټولو ستره  سوله ییزه او ولولناکه غونډه (مقاله)

17:42 - August 13, 2025
د خبر لمبر: 3491538
ایکنا- په داسې دنیاکې چې زیاتره خبرونه یی د تاوتریخوالي او جګړو په اړه دي، یو داسې مراسم شتون لري چې هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ په ملیونونو خلک راټولوي، نه د اعتراض او نه د قدرت ښودلو لپاره د بلکې د یوه انساني حقیقت د یادولو لپاره یعني د ظلم په وړاندې مقاومت. دا مراسم "اربعین" بلل کیږي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،پداسې حال کې چې په نړۍ کې ډیر مذهبي مراسم په خاصو تشریفاتو سره ترسره کیږي، اربعین د معنویت ،  سادګۍ، خواخوږۍ او قربانۍ یوه  مختلفه څیره  نندارې ته وړاندی کوي . دا مراسم د عدالت او حقیقت مفهوم باندې د غور کولو فرصت دی، نه یوازې د اهل بیت علیهم السلام د پیروانو لپاره، بلکې د هر آزاد او پتیالی  انسان لپاره.

اربعین  په لغت کې د "څلویښتو" معنی لري او په اسلامي اصطلاحاتو کې، دا د کربلا په پیښه کې د اسلام د  پیغمبر د لمسي، حضرت  امام حسین علیه السلام له  شهادت وروسته څلویښتمې ورځې ته اشاره کوي. دا ورځ د صفرې د میاشتې شلمه ده او د شیعیانو لپاره، د امام حسین علیه السلام له انساني ایډیالونوسره د وفادارۍ، عزادارۍ اوژمنې د نوي کولو سمبول دی. خو اربعین یوازې یو مذهبي مناسبت ندی . دا  ورځ د نړۍ ترټولو لویه سوله ایزه لاریون ګرځیدلی ، هغه ځای چې د مختلفو هیوادونو، ژبو، توکمونو او مذهبونو له ۲۰ میلیونو ډیر خلک د امام حسین علیه السلام زیارت ته د رسیدو لپاره د عراق د کربلا ښار ته ورځي .

د اربعین د درک  لپاره، باید د کربلا پیښه درک شي. په ۶۸۰ میلادي کال کې، امام حسین علیه السلام د خپلې کورنۍ او ملګرو سره د فاسد او ظالم اموي حکومت پر وړاندې ودرېد. هغه  حضرت د هغه وخت له خلیفه یزید سره له  بیعت کولو انکار وکړ، او په پایله کې، د کربلا په دښته کې محاصره شو. د عاشورا په ورځ، هغه حضرت  او د هغو  ۷۲ ملګري، د هغو د شپږ میاشتني ماشوم په شمول ، شهیدان شول. دا مراسم نه یوازې د مسلمانانو لپاره، بلکې د هر آزاد انسان لپاره د ظلم په وړاندې د مقاومت، حق ته وفادارۍ او د انساني ارزښتونو لپاره د قربانۍ سمبول دی. له همدې امله، اربعین یوازې یو مذهبي مراسم نه دي، بلکې یو ه اخلاقي او انساني بیانیه  هم ده .

تصور وکړئ چې له  عراق او مختلفو هیوادونو څخه په ملیونونو خلک کربلا ته د رسیدو لپاره کیلومتره پیاده مزل کوي. ځینې یې د عراق له  بل سپېڅلي ښار نجف څخه، کربلا ته د ۸۰ کیلومتره لاره په دریو ورځو کې وهي . د لارې په اوږدو کې، د ځایی خلکو لخوا زرګونه موکبونه جوړ شوي، چیرې چې خواړه، اوبه، د آرام کولو ځایونه، طبي خدمات، او حتی مساج وړیا چمتو کیږي. دا ټول خدمات په  مینې سره او پرته له کوم مالي تمې چمتو کیږي. دا لاریون د خواخوږۍ، قربانۍ او انساني یووالي ژوره تجربه ده. ګډونوال، له  ملیت، مذهب یا ژبې پرته، د کربلا د شهیدانو په یاد کې څنګ په څنګ ګرځي، دعا کوي، یوځای خواړه خوري او اوښکې تویوي.

ډیرو کسانو لپاره، دا  سفر یوازې زیارت نه دی بلکې یو روحاني تجدید دی.

په وروستیو کلونو کې، د اربعین مراسمو د نړیوالو رسنیو پام ځانته اړولی دی. د بي بي سي، سي این این او الجزیرې په څېر شبکو د دې مراسمو په اړه راپور ورکړی او دا یې "د نړۍ تر ټولو لویه انساني غونډه" بللې ده. د نورو مذهبي مراسمو برعکس، چې ډیری وختونه په ځانګړو ترتیباتو کې ترسره کیږي، اربعین د کلتوري خبرو اترو لپاره خلاص ځای برابروي. غیر مسلمانان هم په دې مراسمو کې شتون لري؛ ځینې یې څیړونکي، خبریالان یا ټولنیز فعالین دي چې د دې بې ساري پیښې د لیدلو لپاره راغلي دي. ډیری یې د میلمه پالنې، نظم او روحانیت کچې حیران دي .

که مونږه  د اربعین پیغام په یوه جمله کې خلاصه  کړو، نو شاید  دا وي: "انسانیت، له  سرحدونو او مذهبونو هاخوا، د ظلم پر وړاندې ولاړ دی." امام حسین په کربلا کې د قدرت لپاره نه، بلکې د حقیقت  لپاره  و جنګیده. هغه  حضرت حاضر شو  چې خپل او د خپلو عزیزانو ژوند قرباني کړي ترڅو وښيي چې د ظلم په وړاندې چوپتیا له  انسانیت سره خیانت دی. اربعین د دې پیغام یادونه ده. په ملیونونو خلک، پلي ، د مینې او اوښکو ډک زړونه سره، د کربلا په لور ورځي  ترڅو ووایی: "مونږ له  مظلومانو سره یو، مونږ ه له  حقیقت  سره یو.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i163412

captcha